د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې داعش یو ګډ دښمن وباله او ویې ویل چې د دغې ډلې هدف د سیمې بې ثباته کول دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو او ټلویزیون د خبر له مخې، د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۷) په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په دې غونډه کې وینا وکړه و وویل: هغه ډلې چې د افغانستان او ایران ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي هیڅکله به بریالي نشي. داعش په دې وروستیو کې په کابل او کرمان کې د دوو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست.