افغانستان 07 جدی 1402 - 5 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: د پښتو او فارسي توپیر د قدرت غوښتونکو مجاهدینو لاسته راوړنه ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو د ۴۴مې کلیزې په مراسمو کې وکړې چی د پښتو او فارسي ژبو توپیر د «واک غوښتونکو مجاهدینو» له خوا رامنځته شو. هغه وویل چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو له بریا وروسته د واک لپاره جګړې او شخړې پیل شوې. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د دولتي ادارې لوحې د فارسي ژبه څخه په پښتو بدلې کړې دي. مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې نړۍ او ګاونډیو هېوادونو ته وویل چې د افغانستان د اشغال له فکره لاس واخلي، ځکه د ده په وینا «افغانان به هیڅکله اشغال ونه مني».

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *