په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ډاکټر عبدالله نن (شنبه، د عقرب ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “د مهاجرینو او پناه غوښتونکو جبري ایستل له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د لوی بشري ناورین لامل کېدای شي.” هغه زیاته کړه: “د سړې موسم په رارسیدو سره، د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ډله ایز ایستل به دوی د بې کوره کیدو او روغتیایی خدماتو ته د نه لاسرسي له خطر سره مخ کړي.”