ایراني رسنیو اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته یې د مرستو پنځمه جوپه لېږلې ده. دغه مرستې په تهران کې له مېشتو افغان کډوالو راټولې شوې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر هادي رمضاني نن شنبه د عقرب په شپږمه د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د پنځمې جوپه د لېږلو اعلان وکړ. ښاغلي رمضاني وویل، دغه مرستې په تهران کې مېشتو افغان کډوالو راټولې کړې او د «زندهجان» زلزله ځپلو کورنیو ته به ووېشل شي. د تايباد سرې مياشتې ټولنې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د زلزلې ځپلو کورنيو ته د ايران د خلکو څلور جوپې لېږل شوې دي.