د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه کې افغانستان وکولای شول چې په ۴۹ اورونو کې د ۲-۲۸۶ منډو په توپیر پاکستان ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړي. دا د نړیوال جام په تاریخ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده. په دې بریا سره افغانستان د ۴ نمرو په لرلو سره د نړیوال جام په درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړ. افغانستان راتلونکې لوبه له سریلانکا سره کوي.