د پاکستان په سلگونو خلکو د دغه هیواد د حکومت د وروستۍ پریکړې په خلاف چې له پولې د پاسپورټ او ویزې پرته د مهاجرینو په تګ راتګ بندیز لګولی دی، د بلوچستان په چمن سرحدي سیمه کې مظاهره وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني مظاهره چیانو د پاکستان د حکومت دغه پریکړه وغندله او د هغې د لغوه کیدو غوښتنه یې وکړه. د پاکستان د حکومت عالي کمیټې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د افغانانو د ننوتو اوسنی سیستم به لغوه او له نورو پولو سره د دغه هېواد له سرحدي مقرراتو سره همغږي شي. کمیټې ویلي چې دا پریکړه به د نومبر له لومړۍ نیټې څخه عملي شي.