د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او په افغانستان کې د جاپان له نوي سفیر تاکویوشي کورمایا سره په لیدنه کې وویل چی د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان کولای شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (یکشنبه د میزان ۳۰مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په دې غونډه کې وویل چی د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان کولای شي له افغانستان سره د اقتصادي پراختیا، پوهنې او روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي