تاریخ انتشار: 1 عقرب 1402 - 11 ماه پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 6543

طالبانو د کورنیو چارو وزیر: جاپان د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول لوبولی شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او په افغانستان کې د جاپان له نوي سفیر تاکویوشي کورمایا سره په لیدنه کې وویل چی د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان کولای شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.