یو شمېر افغان متقاعدینو یو ځل بیا د اسلامي امارت له لوري د دوی د تقاعد له نه ورکړې شکایت وکړ.
د معمار پرس په وینا؛ دغه متقاعدین چې د افغانستان د اقتصاد وزارت مخې ته راټول شوي وايي، د سړې موسم په رارسېدو او د ژوند د بیو د لوړوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یو تقاعد شوي پاینده وویل: “ما نیم ژوند د هیواد په خدمت کې تیر کړ، خو اوس له ډیرو ستونزو سره مخ یم.” یوې بلې متقاعدې ظریفې وویل، «زه د کور کرایه او د درملنې لګښتونه لرم، خو ما خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.»