په دوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د معمار پرس په وینا؛ د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په پاکستان کې مېشت ۶۰۴۵ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. د افغان کډوالو دا ستنېدل د پاکستان له خوا د ناقانونه کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته زیات شوي دي. د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان له هېواده شړل شوي دي.