سرچينې د سرحدي تګ راتګ د اسانتيا په موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نوي هوکړه ليک اعلان وکړ
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه هوکړه لیک له مخې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکي کولای شي د کاغذي او برښنايي تذکرې په کارولو سره پاکستان ته سفر وکړي. دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک شوې، چې پاکستان شاوخوا شل ورځې وړاندې پرېکړه وکړه، چې د نومبر له لومړۍ نېټې به له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.