د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري نن دترکیې (TI Group Green Action) شرکت له مشرتابه پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې او همکارۍ په اړه خبرې وکړې. په افغانستان کې د ګرین اکشن شرکت مشر حسین ګوناي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې لپاره د خپل شرکت چمتووالی اعلان کړ. هغه وويل، دغه شرکت د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي، چې د کرنيزو محصولاتو د توليد، د څارويو د ساتنې او د تبادلې د صنايعو په ګډون شامل دي.