د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په اړه د خپل هیواد د پریکړې دفاع وکړه. هغه وویل چې دا د پاکستاني اتباعو د امنیت او هوساینې د ساتلو په خاطر یوه قاطع پریکړه ده. جیلاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه کډوال چې د اوسیدو اسناد لري په پاکستان کې پاتې کیدلی شي.