د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د غوراوي سیالیو په لړ کې د اندونیزیا د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۷-۷ مساوي په ورکولو سره د نړۍ په درجه بندۍ کې دوه درجه پورته شول.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د “فوټسال نړیوال درجه بندي” سایټ چې د ټیمونو له ملي لوبو وروسته د فوټسال نړۍ او لویدیځ درجه بندي خپروي، لیکلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا لوبډلې ته د ۷-۷ په مساوي کولو سره د نړۍ په درجه بندۍ کې دوه درجه پورته شول. د نوې درجه بندۍ له مخې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله اوسمهال په نړۍ کې ۵۶ او په اسیا کې ۱۲م ځای لري.