د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د فوټسال جام په مقدماتي پړاو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان د فوټسال ملي لوبډلې ته ۳-۲ ماتې ورکړه. دغه غونډه د یکشنبې په ورځ د میزان په ۱۶مه د سعودي عربستان په دمام ښار کې جوړه شوه. د افغانستان ملي لوبډله په لومړۍ نیمايي کې د ۲ پر ۱ په پایلې سره له خپل سیال څخه مخکې وه. په دویمه نیمايي کې سعودي عربستان یو ګول وواهه چې لوبه مساوي کړه. خو په وروستیو دقیقو کې افغانستان یو بل ګول وکړ او میدان یې وګاټه