افغانستان 13 میزان 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د چین له سفیر سره د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه او خبرې

د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره وکتل او د مس‌عینک او امو سیند پروژو د پرمختګ په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن (پنجشنبه د میزان۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د مس‌عینک او امو سیند پروژو د کار او پرمختګ او همدارنګه د مس‌عینک پروژې پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې. په دې کتنه کې د چین سفیر د افغانستان د کانونو له پروژو څخه د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چین چمتو دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره لا زیاتې همکارۍ وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *