د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره وکتل او د مسعینک او امو سیند پروژو د پرمختګ په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن (پنجشنبه د میزان۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د مسعینک او امو سیند پروژو د کار او پرمختګ او همدارنګه د مسعینک پروژې پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې. په دې کتنه کې د چین سفیر د افغانستان د کانونو له پروژو څخه د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چین چمتو دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره لا زیاتې همکارۍ وکړي.