د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویاند اعلان وکړ چې د دغه کمیسیون د فعالیتونو له پیل راهیسې د پخواني حکومت شاوخوا ۷۰۰ چارواکي، سیاستوال، د ملي شورا غړي او د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر کارپوهان کابل ته راستانه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، تر اوسه له بېلابېلو هېوادونو ۶۸۰ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. هغه زياته کړه، چې افغانستان ته د راستانه شويو کسانو په ډله کې د پخواني حکومت د وزيرانو، مرستيالانو او د امنيتي او کشفي ارګانونو مسوولين هم شامل دي.