تاریخ انتشار: 10 میزان 1402 - 12 ماه پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 6221

له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون: څه باندې ۷۰۰ شخصیتونه او سیاسي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي دي

د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویاند اعلان وکړ چې د دغه کمیسیون د فعالیتونو له پیل راهیسې د پخواني حکومت شاوخوا ۷۰۰ چارواکي، سیاستوال، د ملي شورا غړي او د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر کارپوهان کابل ته راستانه شوي دي.