په هانګزو کې د اسيايي سياليو په دوام او د کوروش په سياليو کې د افغانستان د کوروش د ملي ټيم غړي سلطان حسين بایقرا رسولي د افغانستان د برونزو څلورم مډال په ګټلو سره تاريخ جوړ کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کوروش د ملي لوبډلې لوبغاړي سلطان حسین بایقرا رسولي د هانګزو په اسیایي لوبو کې د ۸۱ کیلوګرامو په وزن کې د برونزو مډال په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ. هغه لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په یوه اسیايي لوبو کې یې تر دریو ډېر مډالونه ګټلي دي. د دې ټورنمنټ په نیمه پایلوبه کې بایقرا د ازبکستان د امید عیسانوف په وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال یې خپل کړ. نوموړي تر دې مخکې د هند سنجې دوپوکار او د کویټ عیسی علي ته ماتې ورکړې وه.