د دان پاکستاني ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې هیڅ افغان وګړی په پاکستان کې له ویزې پرته نه شي پاتې کېداي. دا اقدام په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د نوې پالیسۍ یوه برخه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ انوار الحق کاکړ ویلي، چې افغان اتباع په درې ډلو وېشل شوي، چې له حکومت سره ثبت شوي کسان، د اوسېدو اسناد نه لرونکي او جعلي پېژندپاڼې لري. هغه زیاته کړه: هغه افغانان چې ویزه نه لري باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.