تاریخ انتشار: 26 سنبله 1402 - 12 ماه پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 6024

د پاکستان لومړی وزیر: هیڅ افغان وګړی په پاکستان کې له ویزې پرته ژوند نه شي کولای

د دان پاکستاني ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې هیڅ افغان وګړی په پاکستان کې له ویزې پرته نه شي پاتې کېداي. دا اقدام په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د نوې پالیسۍ یوه برخه ده.