د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال د چهارشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو ټینګول د لویدیځ له فشارونو سره د مقابلې یوه لار ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال قدرت الله جمال د ايران د سوداګرو او صنعتکارانو له يوه پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د ګاونډيو هېوادونو په توګه د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګريزې اړيکې ډېرې مهمې دي او بايد پياوړې شي.
هغه زیاته کړه: اقتصادي پرمختګ کولای شي اسلامي هیوادونه د لویدیځ له فشارونو وژغوري.