د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د مرکز ۱۷ کلنو فوټبال جام په سیالیو کې د ازبکستان په مقابل د ۳-۰ په توپیر ماتې وخوړل او درېیم مقام ته ورسېد. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نننۍ لوبې په لومړۍ نیمايي کې دوه ګولونه او د دویمې نیمايي په اضافی وخت کې یو ګول وخوړل. د ګول کولو لپاره د ټیم هڅې ناکامې شوې. د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې دوه ځلې بریا خپله کړې او دوه ځلې یې بایللې ده.