د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره وکتل او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرپرست حکومت د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۲مه) اعلان وکړ چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ییز اتصال او د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د بیا پرانیستلو، د نندارتونونو پرانستل، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې ترمنځ د ګډې همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړېدو او په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي د هوکړه لیکونو په اړه خبرې وشوې. د دواړو لورو ترمنځ په خبرو کې پر دغو مسايلو خبرې شوي او په يادو برخو کې پر ګډو همکاريو خبرې شوې دي.