خبرونه 10 اسد 1402 - 10 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

امیرخان متقي له توماس ویسټ سره وکتل

د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره وکتل او دواړو لورو د باور پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار (د اسد ۱۰مه) اعلان وکړ چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې، په عملي ګامونو او د تور لېست او بنديزونو په لرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات د ټينګښت لپاره د مرکزي بانک د بهرنيو اسعارو د زېرمو پر خوشې کولو، له نشه يي توکو سره پر مبارزې او د بشري حقونو پر مسايلو ټينګار وشو. متقي وويل، د باور رامنځته کول ډېر اړين دي، څو له تور لېست او بنديزونو لرې شي او د بانکي زېرمو خلاصون وشي، څو افغانان له بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد ته وده ورکړي. په اعلامیه کې راغلي: “دا حقیقت چې د افغانستان د بانکونو ډېری محدودیتونه لیرې شوي او راکړه ورکړه اسانه شوې ده، دا یو مثبت پرمختګ ګڼل کېږي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *