په دغو مراسمو کې د سرپرست حکومت د لومړي وزير اداري مرستيال ټينګار وکړ چې د افغانستان دولت له هر ډول کورنيو او بهرنيو پانګونو څخه ملاتړ کوي او د ښاري نظام د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې به د پانګونې لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ملي امنیت ټینګ شوی او د کابل حکومت په بېلابېلو برخو کې د هر ډول کورنیو او بهرنیو پانګونو هرکلی کوي. مولوي حنفي د کابل د سوداګریز نندارتون د پای مراسمو په څنډه کې له بهر څخه افغان پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.