د سرپرست حکومت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان د انارو د څښاک لومړۍ جوپه له هرات ولایت څخه امریکا ته صادره شوه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه (د سرطان ۳۱مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چی د پامیرکولا شرکت له خوا د انارو د جوس څښاک لومړۍ جوپه د افغانستان له هرات ولایت څخه امریکا ته صادره شوه. د امریکا د سوداګرۍ ادارې په رسمي ویب پاڼه کې د احصایو او معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د ۷۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه اړخیزې سوداګرۍ په لرلو سره د امریکا ۱۵۰م سوداګریز شریک و.