د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وسله والو ځواکونو د کنډک له ځانګړې مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، نړۍ نه غواړي چې د طالبانو رژیم دایمي وي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن سه شنبه (د سرطان ۲۷مه) د مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي، چې اوس د جهاد دوه مهمې موخې، یعنې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د اسلامي نظام رامنځته کول تحقق پیدا کړي دي، د طالبانو او د افغانستان د خلکو بل مهم او اساسي هدف د دې اسلامي نظام ساتل دي. هغه ویلي دي چې د اسلام دښمنان هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې یو پاک اسلامي نظام حاکم او دوام وکړي.