د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي او هغه ته یې د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده، خو دقیق وخت یې نه دی په ډاګه کړی
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه ټویټ کې چې د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۲۴مه خپور شو، په افغانستان کې د روسيې له سفير ديميتري ژيرنوف سره د دغه وزارت د سرپرست اميرخان متقي د کتنې په اړه معلومات ورکړل. تکل زیاته کړه چې په افغانستان کې د روسیې سفیر د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې هغه ته د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.