د افغانستان سرپرست حکومت په افغانستان کې د درملو د تولید لپاره د یوې چینایي کمپنۍ له خوا د لس میلیونه ډالرو پانګونې اعلان وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي. د طالبانو د ویاند مرستیال زیاته کړه: “موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو، چې په هېڅ ډول او تر هر عنوان لاندې دا ډول تېری وکړي.” “افغانستان سوله ییزه پالیسي لري او موږ له کومې ډلې سره تاوتریخوالی نه غواړو.