تحلیل سیاسی 21 سرطان 1402 - 10 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د راستنیدو بلنه او د میلمنو د خوند برخلاف استقبال

ذبیح الله مجاهد د هرات ولایت له یو شمېر خبریالانو، د پوهنتونونو استادانو او فرهنګیانو سره په کتنه کې وویل: موږ د اسماعیل خان په ګډون د تېرو حکومتونو له مسوولینو او بانفوذه شخصیتونو څخه چې په بهر کې دي، غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستانه شي او د خلکو سره اوسئ.” هغه همدا راز زیاته کړه: که موږ سره یو شو، هیڅ هیواد به موږ ته ماتې ورنکړي او نه به زموږ ترمنځ دسیسې جوړې کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د طالبانو د مشرانو په وینا د پخواني حکومت مشرانو او د جمهوري ریاست د دورې کارکوونکي هېڅکله افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په ازاده او امنیت کې ژوند کولو ته خوشبین نه وو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډېری کارکونکي چې په پخواني حکومت کې یې کار کاوه له افغانستانه ووتل او نورو هېوادونو ته کډوال شول. که څه هم دوی په کډوالۍ کې ډېرې ستونزې لري، خو د خپل ژوند له خوندیتوب څخه راضي دي او د کډوالۍ کړاوونه مني. د تېر حکومت د مشرانو په نوملړ کې د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله یادونه کولای شو. دا دواړه د طالبانو د واکمنۍ له پیله په هېواد کې پاتې شول، خو د افغانستان حکومت دوی محدود کړي او حتی په خپلو شخصي چارو کې هم ازادي نه لري. په وروستي بندیز کې حامد کرزي ته ځینې نږدې سرچینې وايي چې طالبانو ایران ته د هغه د سفر مخه نیولې ده. دوی ویلي دي چې طالبانو کرزي ته د بهر ته د سفر د اجازه ورکولو شرط ایښی چې د یوې ویډیو په خپرولو سره به په افغانستان کې د بشپړ امنیت او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت بیان کړي، خو هغه ونه منله. دغه راز په دې ورځو کې د هغو کسانو د وژنې خبرونه هم ډېر ليدل کېږي او اورېدل کېږي چې په تېر حکومت کې يې کار کاوه. په تازه پېښه کې د تېر حکومت دوه سرتېري په پکتيا او کاپيسا کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي دي. د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې يو تن “فضل” نومېده او د سرطان په ١٩مه د پکتيکا ولايت په مرکز شرن ښار کې د موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی وروسته له هغه ایران ته کډه شو، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، خو څو ورځې وړاندې بېرته هېواد ته راستون شو. دغه راز يو بل قرباني “عليم‌جان” نومېده چې د سرطان د مياشتې په ١٩ نېټه د دوشنبې په ورځ د کوهستان د دويمې حصې ولسوالۍ د “کالوته” په کلي کې ووژل شو. هغه هم د وسله والو له خوا ووژل شو. دغه پخوانى سرتېرى د جهاد په دوره کې قوماندان و او په دې وروستيو کې يې په خياطۍ بوخت و. خو د طالبانو د مشرانو لخوا افغانستان ته د راتګ بلنه د غور وړ ده. ځکه په افغانستان کې د تېر حکومت مشران د عمل کولو ازادي او واک نه لري او نه هم د تېر حکومت مامورین د خپل ژوند کوم امنیت لري. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو د بلنې او د راستنیدونکو لپاره د محدودیتونو تر منځ ډېر توپیر شته او په دې کړنلاره سره افغانستان ته د بېرته ستنېدو هیله نه شي پاتې کېدای.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *