د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د حکومت له سرپرست سره په کتنه کې اعلان وکړ چې موږ پر داسې نصاب کار کوو چې د هېواد له غوښتنو سره سم محصلین فارغ کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هغې اعلامیې له مخې چې نن سهار (د سرطان په ۱۳ مه) د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر کفیل او د وزارت سیاسي مرستیال د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد ندیم سره وکتل. په دې کتنه کې ندا محمد ندیم څرګنده کړه چې د هېواد د پوهنتونونو د علمي کچې د لوړولو لپاره مهم اقدامات شوي او د هېواد د پوهنتونونو د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره لازمې زمینې برابرې شوي دي. نوموړي له کارپوهانو سره همکارۍ ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان له اړتياوو سره سم د محصلينو د فراغت لپاره پلانونه په کار دي.