د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم په پوله د دغه هېواد د بهرنیو چارو د مرستیالې حنا رباني د سفر خبر ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (جون ۲۱) په یوه ټویټ کې لیکلي چې حنا رباني د تورخم په پوله کې افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د باعزته چلند غوښتنه وکړه.