د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ايران سفارت نن سه شنبه د جوزا په ۳۰مه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي (يوناما) مرستيال مارکس پوتزل په کابل کې د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قومي سره وکتل.
سفارت زیاته کړه: په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو په اړه بحث او خبرې وکړې.