تاریخ انتشار: 30 جوزا 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 5069

د یوناما مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل او د افغانستان له خلکو سره یې پر مرستو ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ايران سفارت نن سه شنبه د جوزا په ۳۰مه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي (يوناما) مرستيال مارکس پوتزل په کابل کې د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قومي سره وکتل.