د طالبانو د ډلې د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشیر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې وويل چې د دغه ولايت د خلکو د ستونزو د حل لپاره بايد زياتې هلې ځلې وشي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ارگ د حافظ محمد اغا حکیم له قوله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ولایت له ډېرې مودې راهیسې له هر ډول امنیتي پېښو پاک وو او دغه لاسته راوړنه د خلکو او امنیتي ارګانونو د همکارۍ له امله ترلاسه شوې وه.