د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني فاریاب ولایت ته د خپل سفر او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو سره په کتنه کې د اسلامي امارت له نظام څخه په ملاتړ کې د خلکو پر یووالي او پیوستون ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سراج الدین حقاني وویل: د فاریاب د خلکو او مجاهدینو برخلیک یو له بل سره تړاو لري او د هغوی خواخوږي د خدای تعالی نعمت او قدرت دی. هغه دا هم وویل چې د طالبانو په نظام کې تعصب ته ځای نشته او دا حکومت به له تبعیض پرته د هېواد او خلکو د پرمختګ لپاره کار کوي.