د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هغه کتنه کې چې د طالبانو د ډلې د لومړی وزیر د سياسي مرستيال او اسپانسر مولوي عبدالکبير په مشرۍ د دغې ډلې د ترانسپورت او هوايي چلند له سرپرست مولوي حميدالله اخندزاده سره ترسره شوه، هغوى د نړيوالو شرکتونو او جمهوري رياست ترمنځ د شويو تړونونو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د اخندزاده په وينا، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له نړيوالو شرکتونو سره د هوايي خدمتونو د قراردادونو قانوني اړخونه حل کوي او په نږدې راتلونکي کې به ورته د حل لاره ومومي.