د افغانستان د حکومتولۍ وزارت سیاسي مرستیال او سپانسر مولوي عبدالکبیر په هغه غونډه کې چې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو سرپرست او د طبي شورا د رئیس په ګډون جوړه شوې وه، د روغتیايي خدمتونو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو تر واک لاندې ارگ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې غونډه کې د روغتیا او درملنې د خدمتونو د ښه والي او معیاري کولو لپاره د طبي شورا پر کاري پلانونو بحث او کتنه وشوه.