ملا هبت الله اخندزاده په خپلو نویو ګمارنو کې ملا محمد ناصر اخند د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ د جوزا په ۸ مه سهار د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان وکړ چې د طالبانو د ډلې د مشر د حکم له مخې ملا ناصر اخند د مالیې د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.