د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې د مشر سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل او اعلان یې وکړ چې طالب ډله له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښه نیت په اساس ښې او باثباته اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې وويل چې دواړه خواوې بايد په سيمه ييز ترانزيت او ځينو نورو اقتصادي برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي. نوموړي دغه راز افغانانو ته د پاکستان د ویزو د ورکړې، په پاکستان کې د مېشتو کډوالو د ستونزو د حل او په تورخم او سپین بولدک کې د تګ راتګ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.