د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر اعلان وکړ چې هیواد یې له متحده عربي اماراتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی چې کاناډا ته د افغان کډوالو د خوندي تلل زمینه برابره کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاناډا د مهاجرت وزارت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې هوکړې د یوې برخې په توګه کاناډا به هغه زر تنه افغانان چې د کابل له سقوط وروسته له دغه هېواده ایستل شوي او اوس په متحده عربي اماراتو کې مېشت دي، بېرته مېشت کړي.