د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د کورنیو چارو وزارت به د افغان کډوالو د مدیریت لپاره یوه نوې اداره جوړه کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي څرګنده کړه چې د دغه سازمان د جوړولو پلان د ایران اسلامي جمهوریت ته سپارل شوی او د تصویب په تمه دی.