په داسې حال کې چې ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد تخنیکي پلاوی باید د افغانستان په بندونو کې د هلمند سیند د اوبو کچه اندازه کړي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ۱۳۵۱ کال په تړون کې د ایراني پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویل شوي.
مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د تړون له مخې طالبان نه شي کولای ایراني پلاوي ته د افغانستان د اوبو له بندونو لیدنه وکړي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران وايي په هلمند کې کافي اوبه شته او د اوبو اندازه به څنګه معلومه شي، ویدر وویل چې افغان حکومت تخنیکي ټیمونه لري او په ځینو ځایونو کې اوبه شته.