تاریخ انتشار: 4 جوزا 1402 - 1 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 4700

مجاهد: د اوبو بندونو ته د ایراني پلاوي سفر د اوبو حق په تړون کې نه دی تعریف شوی

په داسې حال کې چې ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد تخنیکي پلاوی باید د افغانستان په بندونو کې د هلمند سیند د اوبو کچه اندازه کړي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ۱۳۵۱ کال په تړون کې د ایراني پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویل شوي.