د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې طالبان په راتلونکي کې د داعش د بریدونو د مخنیوي توان نه لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د دفاع وزارت د “عملیات مستحکم ګارد” په راپور کې ویل شوي، د امریکا د پوځ د مرکزي قواوو قومندان مایکل ایریک کوریلا، چې د “عملیات دوامدار ساتونکي” په نامه یادیږي، د دغه هیواد د څارنې د فعالیتونو په اړه ویلي دي چې هغه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل استخباراتي تشه کمه کړي.