عبدالسلام حنفي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزير اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، توليد، استعمال او قاچاق منع دى او له ګاونډيو، د سيمې او د سيمې له هېوادونو وغوښتل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دولت سره مرسته وکړي.