ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳۴ افغانان د سرپرست حکومت له خوا له فزیکي او غیر انساني مجازاتو سره مخامخ شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی چې ښيي طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په وهلو وهلي دي.