مدني بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو د دوحې د غونډې ګډونوالو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې د ښځو حقونه باید تضمین شي او د طالبانو حکومت دې په رسمیت ونه پېژندل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ټاکل شوې د دوحې غونډه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو په کوربه توب او په قطر کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.